ارشیف

په بلجیم هغه ایرانی ډیپلومات په شل کاله بند سزا محکوم شو، چې پر یوې بمي چاودنې تورن و.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، اسدالله اسدي په ۲۰۱۸م کال په پاریس کې د یوه لاریون پر مهال بمي چاودنه پلان کړې وه، چې پرون (سه‌شنبه، د ثور ۱۴مه) د محکمې د پرېکړې پر اساس په ۲۰ کاله بند سزا محکوم شو.

ویل کېږي چې یاد لاریون په ۲۰۱۸م کې د ایران د مخالفینو کړی و، چې یاد کس پکې بمي چاودنه پلان کړې وه، خو دا پلان د فرانسې، جرمني او بلجیم امنیتي ادارو شنډ کړی و.

د دې چاودنې په تور دریو نورو کسانو ته هم د بند سزاوې اورول شوي دي.

په ۲۰۱۸م کال په پاریس کې د ایران مخالفینو پر لاریون دا چاودنه د ایران د مجاهدینو خلق ډلې پلان کړې وه، چې له شنډېدو وروسته یې په تړاو ډېر کسان ونیول او په سزا محکوم شول.