عکس: ارشیف

نن چهارشنبه په کابل کې د روغتیایي کاروکوونکو پر موټر چاودنه شوې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د کابل امنیه قومانداني چاودنه تاییدوي او زیاتوي، چې چاودنه پر کاسټر ډوله موټر شوې، چې څلورو کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده. 

د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې په موټر کې د پنجشیر ولایت روغتیایي کارکوونکي سپارل وو، چې نن سهار ۷ بجې شاوخوا پرې د کلکانو په سیمه کې چاودنه وشوه.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د کابل په ځینو ولسوالیو کې د ناامنیو را پورونه ډېر شوي، څو ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په شکردره ولسوالۍ کې د تېلو په ټانګ کې د چاودنې له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته او د سیمې د وګړو په خبره چې تر سلو زیات موټر پکې وسوځېدل.