د عدلیه وزیر فضل احمد معنوي وایي، امنیتي ځواکونو په تېر کال کې د یو شمېر دولتي منسوبینو په ګډون ۷۰ کسان د انسان قاچاق او کډوالو قاچاق په تور نیولي دي.

ښاغلي معنوي نن په یوې خبري غونډه کې وویل، چې له دې ډلې د ۵۰ قاچاقبرانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته رسېدلي چې پنځه یې د انسان قاچاق او ۴۵ نور یې د کډوالو په قاچاق تورن دي.

ښاغلي معنوي زیاته کړه:

« اوسمهال د انسان قاچاق، کډوالو قاچاق او بچه‌بازۍ ۲۳۵ قضیې په استیناف، ابتداییه او ستره‌محکمه کې تر کار لاندې دي، چې له ډلې یې ۱۵۸ د انسان قاچاق قضیې، ۵۶ د کډوالو قضیې او ۲۱ د بچه بازۍ قضیې دي.»

د مالوماتو پر بنسټو د  ۳۴ شبکو له ډلې د قاچاقبرانو نهه نورې شبکې هم پېژندل شوي او تر تعقیب لاندې  دي.

د ښاغلي معنوي په خبره، د کورنیو چارو وزارت یو لوړپوړی چارواکی او همدا راز د مخکني اجراییه ریاست یو چارواکی هم د انسان قاچاق او کډوالو قاچاق په تور تر تعقیب لاندې دي.

د عدلیې وزارت د مالوماتو له مخې، تېر کال ایران ته په قاچاقي ډول تللي ۷۵ افغانان مړه شوي او ۶۴ تنه نور ټپیان شوي دي، چې ټپیان تر درملنې وروسته بېرته افغانستان ته انتقال شوي دي.