ولسمشر محمد اشرف غني وایي، پنځه داسې وزارتونه او ادارې دي چې په میلیاردونه ډالر یې بند کړي او مصرفولی یې نه‌شي.

ولسمشر غني نن د پوهنې اوونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، له دې وزارتونو دوو ادارو ۱.۶ میلیارد ډالر بند کړي چې په وینا یې د زغملو نه ده.

نوموړي ټولو وزارتونو او ادارو ته خبرداری ورکړ، چې که چېرې هره اداره پر وخت او پر ځای خپله بودیجه مصرف نه‌کړي، بودیجه یې اخیستل کېږي او پر نورو ادارو وېشل کېږي.

هغه ټینګار کوي چې افغانستان اوس په داسې وضعیت کې نه‌دی چې پیسې ضایع کړي.

ولسمشر غني دغه راز په دې غونډه کې په ۲۲ ولایتونو کې د ۵۹ ښوونځیو له پاره د نویو جوړو شویو ودانیو پرانیسته وکړه.

هغه وویل:

دخوشالۍ ځای دی چې د هېواد ښځو او ماشومانو د ښې راتلونکې لپاره په ۲۲ ولایتونو کې ۵۹ ښوونځي پرانیزو او همداراز ۳۴ ولایتونو کې د کورنۍ اقتصاد روزنیز پروګرام ګټې اخیستو ته سپارل کېږي.

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ او د کابینې وزیرانو یې وغوښتل چې د کډوالو بېرته راستنېدو لپاره باید پوره چمتووالی ولري، ځکه په وینا یې افغانان اوس په خپلو پښو درېدلي او کولی شي له خپل ځان دفاع وکړي