د هلمند امنیتي سرچینې وایي، افغان ځواکونو د تېرې ورځې راهیسې د هلمند په نهرالسراج، ناوه،ګرمسېر، واشېر ولسواليو او دغه راز د هلمند-کندهار ۶۰۱ شهرا اړوند سيمو کې ۱۱۰ طالبان وژلي دي.

د هلمند امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وایي، افغان پوځيانو وروسته له هغې پر طالبانو ځمکني او هوایي بریدونه پیل کړل، چې دغې ډلې د سرتېرو په پوستو بریدونه وکړل او د ۶۰۱ شهرا لویه لار کې یې ماینونه ځای پر ځای کړل.

د قومندانۍ ویان محمد زمان همدرد خامه پرس ته وویل، د هوايي او ځمکنيو عملياتو په پایله کې د ۸ مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۱۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۳۷ تنه نور يې ټپيان شوي دي.

په دغو چاڼیزو عملیاتو کې د طالبانو ۲۹ میله وسلې، ۶ مخابرې، ۵ عرادې موټرسايکل او پټنځايونه تخريب او زيات شمېر وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د هلمند ځایي چارواکي او خلک وایي، چې د هلمند ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ترهګرۍ په وړاندې چاڼيز عمليات دوام لري.