د افغانستان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، نړۍ به هېڅلکله اجازه ور نه‌کړي چې طالبان له نظامي لارې واک ته ورسېږي.

ښاغلي خلیلزاد دغه څرګندونې په کابل کې له ولسمشر غني سره په کتلو کې کړي دي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیې  په خپرولو ویلي، چې د ښاغلي خلیلزاد په دغو ملاقاتونو کې په سوله‌ییز ډول د افغانستان د ستونزو په حل ټینګار شوی دی.

خلیلزاد تر دې وړاندې په ازبېکستان کې د مارشال دوستم او د ازبېکستان بهرنیو چارو وزیر سره د سولې اړوند خبرې کړي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ بیا ویلي چې په دغې کتنه کې ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې د بهیر اړوند د خپلو فعالیتونو په اړه ښاغلي غني ته راپور ورکړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې دغه‌شان جمهور رئیس، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام سره، نویو واقعیتونو ته په کتو د سولې بهیر په همغږۍ ټینګار کړی دی.

خلیلزاد کابل کې د افغان حکومت چارواکو سره په داسې مهال لیدنې کوي چې د هېواد په ډېریو ولایتونو کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او جګړو زور اخیستی.