د ولسي جرګې یو شمېر غړو نن د جرګې عمومي غونډې ته وویل، چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې باید د نظام او امنیتي ځواکونو ملاتړ وشي.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازی عبدالستار حسیني وایي، هغه وخت رارسېدلی چې افغانان سره یو موټي شي او د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د ښاغلي حسیني په خبره، د سیمې یو شمېر هېوادونه په ځانګړي توګه پاکستان او امریکا په دې وروستیو کې د افغان پوځيانو په لیکو کې د داخلي بریدونو تبیلغات روان دي، چې په خبره یې د افغانستان خلک باید د دې تبلیغاتو ښکار نه‌شي.

هغه ټینګار وکړ چې ټول باید په ګډه د افغان ځواکونو ترڅنګ د پنجاب، طالب او سپاه پاسدرانو په وړاندې د جهاد اعلان وکړو.

په ورته مهال په ولسي جرګه کې د بغلان استازي نسیم مدبر هم له سیاسیونو او خلکو وغوښتل چې د امنیتي ځواکونو او نظام ترڅنګ ودرېږي او ملاتړ ترې وکړي.

ښاغلي مدبر وویل:

دا سمه ده چې موږ په حکومت نیوکې کوو، خو دا په دې مانا نه ده چې موږ ګواکې د نظام او امنیتي ځواکونو په خلاف یوو.

خو د ولسي جرګې بل غړی کمال ناصر اصولي بیا وایي، چې هېواد ساتنه باید د نظام په اډانه کې وشي. هغه وایي، د خلکو مسلح کول افغان ولس سره جفا ده او دا پلان د ګاونډیو هېوادونو دی:

د افغانستان د نجات لار ملي اجماع جوړېدل او امنیتي ځواکونه دي. هره نامسووله ډله چې وسله اخلي د افغانستان لپاره خطرناکه  ده.