Source: REUTERS

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستان څخه د پوځيانو وتلو وروسته به هم امریکا په دغه هېواد کې حضور ولري.

ښاغلي بلېنکن له سي‌بي‌اس ټلویزیون سره په یوې مرکې ویلي، چې امریکا له تېرو شلو کلونو راهیسې د افغانستان په مساله کې دخیله ده، امریکايي ځواکونه افغانستان ته راغلل څو د سپټمبر یوولسمې پېښې غچ واخلي او په دې کار بریالي هم شول.

بلېنکن ټینګار کړی، چې د امریکا سفارت به په افغانستان کې پاتې وي او له دې هېواد سره به اقتصادي ، بشردوستانه او پرمختیايي مرستې هم دوام وکړي.

په ورته مهال بلېنکن د امریکایي پوځیانو له وتلو وروسته په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدلو په اړه ویلي، چې موږ باید په افغانستان کې هرې سناریو لپاره چمتو واوسو.

امریکا له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو لړۍ د مې په لومړۍ نېټه پیل کړه او ټاکل شوې د سپټمبر تر ۱۱مې بشپړه شي.

همدا پرون امریکايي پوځیانو په هلمند کې خپل د لېدرنېک یا انتونیک پوځي اډه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وسپارله. 

په ورته وخت کې طالبانو اعلان کړی، دا چې بهرني ځواکونه د دوحې تړون له مخې پر ټاکلې نېټه له افغانستانه نه دي وتلي نو دوی به یې پر وړاندې د احتمالي اقداماتو لپاره د خپلو مشرانو پرېکړې ته د انتظار کوي.