د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، طالبان باید له القاعدې ډلې سره هر ډول اړیکې پرې کړي، چې د افغانستان یوه برخه وګڼل شي.

 

د دغه وزارت ویاند «نید پرایس» وايي، که طالبان له القاعدې سره اړیکې پرې کړې، په نړیوال سټېج به یې د کرکې پرځای خپل ارزښت ساتلی وي. 

پرایس ویلي، که طالبان ځانونه د افغانستان یوه برخه ګڼي، پکار ده چې د افغان مېرمنو او نجونو حقونو ته په درناوي له هر ډول ترورېستي ډلو سره ټولې اړیکې پرې کړي، او په وینا یې چې په دې کار سره به په نړیواله کچه خپل ارزښت وساتي او د کرکې وړ به نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې څه باندې یو کال وړاندې له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره د اړیکې پرېکول، له طالبانو سره د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د موافقې یو اساسي شرط هم و.