د هرات ځایي چارواکي وایي، ایران د کرونا ویروس مخنیوي په موخه له خپله اړخه د اسلا‌م‌کلا پوله د مسافرینو تګ‌راتګ پرمخ تړلې ده.

د هرات والي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پرېکړه په ایران کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو د زیاتېدو له کبله شوې  ده.

یاده خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه لاره یوازې د مسافرینو تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده، او ټرانزیتي او ټراسپورټي فعالیتونه به لکه وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوام لري.

د کرونا ویروس درېیمه څپه چې د چارواکو په وینا ویل کېږي تر لومړۍ او دویمې هغې خطرناکه وي د هند په ګډون په ایران او پاکستان کې مخ په خپرېدو ده.

دې‌خوا بیا د افغانستان عامې روغتیا وزارت د یادې څپې د مخنیوي په موخه د بشپړې تیارۍ د نیولو خبر ورکوي او وایي، چې د ځینو محدویتونو طرحې یې  حکومت له رهبرۍ سره شریک کړي دي.