د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، امریکا ۲۰ کاله وړاندې د القاعده ډلې د ختمولو لپاره افغانستان ته لاړه او د دې ډلې مشر اسامه بن لادن په وژلو سره یې خپل هدف ترلاسه کړ.

ښاغلي بایډن د امریکا کانګرس ته خبرو کې دغه راز وویل، د امریکایي ځواکونه په افغانستان کې خپل هدف ته رسېدلي اود  راتلونکي سپټمبر تر ۱۱مې دغه سرتېري له افغانستان ووځي.

هغه وویل:

موږ افغانستان ته لاړو چې پر موږ د سپټمبر د ۱۱ مې بریدګر ترهګر له منځه یوسو، هغه پسې لاړو او هغه مو دوزخ ته ورساوه.

امریکا د القاعده ډلې مشر د ۲۰۱۱ کال د مې په ۲مه د پاکستان ایبټ اباد کې وواژه.

ولسمشر بایډن دا خبرې په داسې مهال کوي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې ده او د سپټمبر تر ۱۱ مې به دغه لړۍ بشپړه شي.