د اسیا پراختیايي بانک په خپل نوي راپور کې ویلي، چې د افغانستان اقتصادي وده به د ۲۰۲۰ کال په پرتله سږکال درې سلنه لوړه شي او تر راتلونکی کال به لا ښه شي.

په دغه راپور کې راغلي، په تېر کال کې  کال کې د افغانستان اقتصادي وده د ځینو ستونزو له امله منفي پنځه وه، خو مالومېږي چې سږ کال به دغه وده درې او راتلونکي کال ته ان څلورو ته لوړه شي.

په تېر کال کې د منفي اغېزو لاملونه هم د کرونا وبا، د جګړې دوام او سیاسي ګډوډۍ بلل شوي دي.

که څه هم دغه بانک د افغانستان اقتصادي وده مثبته ښودلې، خو اقتصادي شنوونکي بیا هم ټينګار کوي، که چېرې د افغانستان سیاسي وضعیت د پوره ثبات څښتن نه‌شي نو شته مثبته وده به هم بېرته د منفي لور ته ولاړه شي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره هم‌مهال داسې اندېښنې هم پیدا شوي چې ښایي امریکا او نوره نړۍ افغانستان ته خپلې مرستې کمې کړي، خو د افغان حکومت چارواکي بیا په ټینګار ویلي چې له افغانستان سره به د امریکا په ګډون د نړۍ مرستې دوام ولري.