ارشیف

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چې که د کورونا واکسین د تطبیق لړۍ همداسې دوام وکړي، نو د امریکا حالت به ورسره عادي شي.

د بایډن په وینا، د کورونا ویروس واکسین تطبیق په امریکا کې د عادي حالت راتللو سره ډېره مرسته کولای شي.

د امریکا ولسمشر دا خبرې له هغه مخکې وکړې، چې د دې هېواد د ناروغیو د کنترول ادارې یو تازه لارښود خپور کړ او پکې ویلي یې دي، چې د امریکا له ځینو اوسېدونکو به د ماسک پر پوزه‌کولو محدودیت لرې شي.

دې ادارې زیاته کړې، چې بشپړ واکسین شوي کسان مجبور نه دي، چې له کورونو بهر ماسک پر پوزه کړي، خو په وینا یې، چې د خلکو په ګڼو ګوڼو کې یې د ماسک کارولو پرېکړه لا پرځای ده.

په امریکا کې رسمي شمېره ښيي، چې په دغه هېواد کې د کورونا ویروس له امله تر اوسه ۵۷۰ زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.