د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، په افغانستان کې د عامو وګړو په ګډون هېڅوک د کورنۍ جګړې بیا پیلېدل نه غواړي.

بېلنکن زیاته کړې، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د جګړې هېڅ لوری د کورنۍ جګړې بیا پیل ته زړه نه ښه کوي او نه دا جګړه هېڅ لوري ته ګټوره تمامېدای شي.

بلېنکن له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع ته په اشارې ویلي، چې امریکا غواړي په دغه هېواد کې یوازې پوځي ماموریت پایته ورسوي، خو د ځواکونو له وتلو وروسته به ډیپلوماتیکې هڅې او مالي مرستې دوام لري.

بلخوا بیا د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال  ‘عطاالرحمن سلیم’ هم له طالبانو غوښتي چې تېر تاریخ تکرار نه کړي او وینا یې چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته کورنۍ جګړه او د خپل تاریخ تېروتنې تکرار نه کړي. 

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني هم د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې او پخلاینې د ټینګښت لپاره ګټور فرصت بللی دی.