ولسمشر اشرف غني نن د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو او برېښنا د ۱۳۳ پروژو پرانیسته وکړه.

ولسمشر غني په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته وویل، د خوښۍ ځای دی چې نن کندز کې د ارچي کانال، تخار کې د شهروان کانال، فراه او خوست ولایتونو کې د اوبو رسولو پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

هغه زیاته کړه، چې په دغه اوونۍ کې به د ننګرهار ولایت په سب ستیشن کې د پنځم پاور ټرانسفرمر نصبول او ۲۱ ولایتونو کې د اوبو رسولو ۱۲۲ پروژې هم ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

ولسمشر غني وویل، کلونه مخکې نړیوال حرکت رامنځ‌ته شو چې د ماینونو له فرش کولو مخنیوی وشي؛ افغانستان دا هوکړه په ویاړ سره لاسلیک کړه، خو په وینا یې اوس په افغانستان کې وحشت روان دی او مثال یې ارغنداب ولسوالۍ ده. داسې ورځ نه ده چې موږ د ماینونو له کبله ملکي تلفات ونلرو.

هغه دغه راز  وویل:

چې د نړیوالو مناسباتو له مخې افغانستان انزوا ته نه‌ځي، موږ د نړۍ سره په یوه نوي فصل کې واقع شوي یوو.

ولسمشر غني طالبانو ته په خطاب کې وویل، طالبانو پیغام مو څه دی؟ څوک وژنئ، څه له منځه وړئ، سبا به یې څنګه جوړوئ؟ نور مو پلمه چې تاسې له بهرنیو سره جګړه کوئ، ختمه ده.