د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم د شنبې په ورځ په استانبول کې د ترکیې له ولسمشر، رجب طیب اردغان سره لیدلي او د سولې بهیر په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیال عنایت‌الله بابر فرهمند وایي، چې په دې لیدنه کې مارشال دوستم د راتلونکې استانبول غونډې او دغه راز د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا په اړه بحثونه کړي دي.

د ترکیې ځایي رسنیو د راپور له مخې، دغه لیدنه د خبریالانو له حضور پرته د وحیدالدین په مانۍ کې ترسره شوې ده.

دا لیدنه په داسې مهال کېږي، چې د افغانستان په اړه د استانبول غونډه چې ټاکل شوې وه د اپرېل په ۲۴مه ترسره شي، د طالبانو د نه ګډون له کبله وځنډېده.

تر دې وړاندې هم د جمعې په ورځ د افغانستان، ترکیې او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو په استانبول کې د یوې غونډې پرمهال له طالبانو وغوښتل چې د مذاکراتو مېز ته راوګرځي او د سولې په هکله خپله ژمنتیا وښيي.