افغان حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د ۳ سوه ډالرو مرستې هرکلی کړی او دا یې له افغانستان سره د همکاریو دوام بللی دی.

تېر ماښام د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر ‘دواخان مینه‌پال’ رسنیو ته ویلي، چې د امریکا د متحده ایالاتو دا مرستې د افغانستان د حکومت او خلکو سره د اوږدمهاله ژمنو ښکارندویې کوي. سره له دې چې له افغانستانه د امریکا پوځي حضور کمېږي، خو اقتصادي مرستې به یې ټولو برخو کې د افغانستان له خلکو او حکومت سره دوام ولري.

بل خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، چې افغان ملت د دې مرستې پرځای بې غرضه مرستې ته اړ دی.

د نعیم په خبره، هغه همکارۍ چې د ملت په نامه ټولېږي او یا راځي، دلته بیا حیف و میل کېږي، لکه څنګه چې له بده مرغه په همدې شلو کلونو کې وشول. زموږ خلک او زموږ ملت دې ډول همکارۍ ته اړتیا نه لري.

دا مرسته داسې مهال کېږي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، چې د سپتمبر تر ۱۱مې به ټول سرتېري له افغانستانه وباسي. د بایډن په وینا چې دوی به په افغانستان کې یوازې پوځي حضور پایته رسوي، خو ملکي مرستې به دوام لري.