وسله‌والو نن ماښام د شاروالۍ ریاست د پولیسو پر پخواني عمومي قوماندان ‘شکیب حضرت زوی’ برید کړی او وژلی یې دی.

د سرچینو له مخې چې پېښه نن ماښام د کابل د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې داسې مهال رامنځته شوې، چې نوموړی په خپل موټر کې د حرکت په حال کې و، چې ډزې پرې وشوې او ووژل شو.

د کابل پولیس وايي، د پېښې په تړاو یې دوه تنه نیولي، چې ویل کېږي د وژل‌شوي کس خپلوان و.

د پولیسو په خبره، د لومړیو تحقیقاتو پر مهال نیول‌شویو کسانو منلې، چې پر ‘شکیب حضرت‌زوی’ برید په تېروتنه کې شوی دی.  

شکیب حضرت‌زوی په ۱۳۹۸ کال د کابل پوهنتون له حقوقو پوهنځي فارغ شو؛ شاوخوا دوه کاله مخکې د کابل شاروالۍ په ریاست کې د پولیسو عمومي قوماندان و، او اوس یې په ‘تصدی محافظت عامه’ کې دنده درلوده.