د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن سهار د افغانستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره استانبول ته ولاړ.

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ناسته کې چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ جوړه شي، د درې واړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران به د افغانستان د سولې بهیر د بریا، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د بیا پیل، د سیمه‌ییزې اجماع پیاوړتیا، په دې برخه کې د ترکيې او پاکستان رول او د درې اړخيزو اړيکو د پراختيا په اړه خبرې وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د غونډې په څنډه کې به د هېواد بهرنیو چارو وزیر د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په هدف به دوه اړخیزې ناستې هم ترسره کړي.

دا غونډه په داسې مهال جوړېږي چې ټاکل شوې وه د افغان سولې بهیر په اړه یوه لویه غونډه په ترکیه کې جوړه شي، چې د طالبانو له لوري د نه ګډون په پایله کې وځنډېده.