ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ته د سفر پرمهال یوې ولسي غونډې ته ویلي، د پاکستان راتلونکې موږ پورې تړلې ده او افغانان به هېڅکله هم د پنجاب حکومت ته ننواتې ور نه‌شي.

ښاغلي غني دغه راز زیاته کړې، چې افغانان له پردیو جګړو ستړي دي، څوک چې افغانستان کې جګړه غواړي، غاښ ماتوونکی ځواب به ورکړل شي.

ولسمشر غني دغه راز له پاکستان وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بنده کړي او طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې وویل، چې نور د جګړې لپاره دلایل ختم شوي او دغه راز یې له طالبانو هم وغوښت چې راشي او په افغاني همت، يووالي، اراده او درک دا وطن جوړ کړو.

هغه په خپلو خبرو کې وویل:

کندهار ته د دې لپاره راغلم، چې بهرنیان وځي او خلکو ته ډاډ ورکړم، خو خلکو ماته ډاډ راکړ.

ولسمشر غني دغه راز ډاډ څرګند کړ، چې د امنیتي ځواکونو په تمویل کې کوم تغییر نه‌دی راغلی. د هغه په وینا، د امریکا په ګډون د نړۍ ډېر هېوادونه له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ ته ژمن دي.

د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح چې له ولسمشر سره په دې سفر کې مل دی، یوې ولسي غونډې ته وویل، بهرني سرتېري افغانستان وځي او نور د طالبانو لپاره د جګړې د دوام هېڅ پلمه نه ده پاتې.

نوموړي په ټینګار سره وویل، چې هېڅکله به واک یوې وړې ډلې ته ونه سپاري، ځکه په وینا یې دوی ته د افغانستان خلکو واک ورکړی او بېرته یې د ټاکنو له لارې د افغانستان خلکو ته ورکوي.

ښاغلي صالح دغه راز ټینګار وکړ، چې د سولې لپاره زموږ دریځ او موقف ښکاره ده، د سولې لپاره قرباني ورکوو او له وخت وړاندې ټاکنو ته چمتو یو.