په کابل کې د برېټانیا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو له خپلو ټولو اتباعو غوښتي چې د امنیتي ستونزو له کبله د افغانستان ټولو برخو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

یاد سفارت دغه راز له خپلو ټولو اتباعو غوښتي، چې دغه هېواد ژر تر ژره پرېږدي.

 په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې ښايي طالبان د مې میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته پر بهرنیانو خپل بریدونه پیل کړي.

دا په داسې  حال کې ده چې د دوحې تړون له مخې، ټاکل شوې وه ټول بهرني سرتېري له افغانستان ووځي، خو د امریکا ولسمشر جوبایډن د نوي پرېکړې له مخې بهرني ځواکونه به د روان کال تر سپټمبر میاشت له افغانستان ووځي.

عام باور هم دا دی چې ښايي وسله‌وال طالبان له مې میاشتې وروسته خپلو بریدونو ته زور ورکړي او بهرنیان په نښه کړي.

طالبان ټینګار کوي چې د دوحې د هوکړې سره سم باید بهرني ځواکونه تر مې میاشتې له افغانستان ووځي، هغه څه چې اوس ناممکن برېښي.