په یوه ویډیویي صحنه کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، لیدل کېږي چې طالبان درې ځوانان په متروکو وهي.

ویل کېږي چې دغه ځوانان د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ په یوه کلي کې د روژې خوړلو په تور د طالبانو له خوا په متروکو وهل شوي دي.

امنیتي ځواکونو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم یوه ویډیو خپره شوې وه چې طالبانو یوه مېرمن پکې په متروکه وهله.

د سیمې د خلکو په وینا، دا پېښه په ټولینزو رسنیو کې د ویډیو تر نشرېدو لس ورځې وړاندې د هرات د اوبه ولسوالۍ په یوه کلي کې رامنځته شوې وه.

طالبانو مخکې هم په خپلو تر واک لاندې سیمو کې ورته کارونه کړي، په تېرو څو کلونو کې یې څو تنه ښځې د نامشروع اړیکو د لرلو په تور سنګسار کړې دي.

د هېواد د نافذه قوانینو مطابق، د وګړو له خوا د جرم د ترسره کېدو په صورت کې د احکامو اجرا کول د هېواد د قاضیانو او محکمو صلاحیت دی او هېڅوک تورن کسان په صحرايي ډول نشي محاکمه کولای.