کورنیو چارو وزارت وايي، په هرات کې یې د یوه ځانمرګي برید مخه ونیوله.

په هغه خبرپاڼه کې چې د دغه وزارت له خوا نن سه شنبه (د وري ۳۱مه) خپره شوې، راغلي چې د هرات ولایت پولیسو د دغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي برید مخه نیولې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د غوریان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د پولیسو پر قرارګاه موټربم برید وکړي ؛ خو د خبرپاڼې په وینا چې ځانمرګی موخې ته تر رسېدو وړاندې د پولیسو له خوا وپېژندل شو او له منځه یووړل شو.

له بلې خوا د هرات والي سید وحید قتالي ویلي، چې ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې په نښه شوی؛ خو په چاودنه کې د سیمه‌ییزو پاڅونوالو دوه تنه وژل شوي دي.

ښاغلي قتالي زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې طالبانو ته هم زیان اوښتی؛ خو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

د یادولو وړ ده چې طالبانو تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.