عکس: ارشیف

 دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې یې ۲۰ طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.

په هغه خبر کې چې نن سه شنبه (د وري ۳۱مه) د دغه وزارت پر فیسبوکپاڼه نشر شوی راغلي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د دغه ولایت په آب بند او قره باغ ولسوالیو او د مرکز اړوند «ارزو کلان» کلي کې عملیات کړي، چې په خبره یې په دغو عملیاتو کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

خبر زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې د وسله‌والو طالبانو ۲ موټر سایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات هم تخریب شوي دي.

په خبر کې وړاندې راغلي، چې د ملي اردو ځواکونو د دغه ولایت په آب بند ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا ۴ ځای پر ځای شوي ماینونه هم کشف او له منځه وړي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دفاع وزارت په داسې حال کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، چې د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان په یوه ټویټ کې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د طالبانو له یوه زندانه د ۲۸ ملکي وګړو د ازادېدو خبر ورکړی دی.