د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ګبریوسېس وايي، که د کرونا ضد وسایل په سم ډول برابر شي او اغېزناکه ګټه ترې واخیستل شي، نو نړۍ د کرونا وبا پر کنټرول بریالۍ کېدای شي.

ښاغلي ګبریوسېس رسنیو ته ویلي، په څو میاشتو کې د کرونا وبا د کنټرول لپاره وسایل لرو؛ خو په دې شرط چې دغه وسایل په سم او اغېزناک ډول وکاروو.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د کرونا وبا په وروستي زیاتوالي کې هغه کسان هم اغېزمن شوي چې وړاندې دغې ناروغۍ دومره اغېز نه پرې درلود.

د ښاغلي ګبریوسېس په وینا، د اندېښنې خبره دا ده چې کرونا په ټوله نړۍ کې د هغو کسانو ترمنځ ډېره خپره شوې ده، چې عمرونه یې د ۲۵ او ۵۹ کلونو ترمنځ دي.

د نړیوال اقلیمي بدلون سوېډني فعالې ګریتاتنبرګ دغې غونډې ته د ویډیو له لارې وینا وکړه او ویې ویل، چې نړیوال د کرونا واکسین په تطبیق کې لومړیتوبونو ته پام نه کوي.

نوموړې زیاته کړه، بډای هېوادونه د مخ پر ودې هېوادونو تر زیانمن شوي نسل خپل ځوان نسل ته د کرونا ناروغۍ د واکسین په پلي کولو کې لومړیتوب ورکوي، چې په خبره یې دا اخلاقي نه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په داسې حال کې د کرونا وبا د کنټرول د امکان خبر ورکوي، چې په نړۍ کې له دې ناروغۍ د مړینې کچه تر درې میلیونو کسانو پورته شوې ده.