د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، طالبان هڅوو چې د سولې له پروسې ونه وځي.

نوموړي ویلي، د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې هر وخت د لوژستیکي مسایلو له امله ځنډ راځي، خو اوس چې بهرني ځواکونه په وتلو دي او طالبان خپلې موخې ته نږدې شوي، نو په خبره یې ښه دا ده چې انعطاف وښيي او د سولې په خبرو کې ښکېل پاتې شي.

نوموړي پرون دوشنبه (د وري ۳۰مه) رسنیو ته وویل، طالبان په خپلو پرېکړو کې خپلواک دي؛ خو پاکستان خپله هڅه کوي چې طالبان قانع کړي چې د ملي ګټو په خاطر د سولې له خبرو ونه وځي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونه په ټاکلې نېټه له افغانستانه نشي وتلای، طالبانو یې په غبرګون کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو په ټولو غونډو کې د نه ګډون اعلان وکړ.

د امریکا حکومت تازه تصمیم نیولی چې له افغانستانه د پاتې امریکايي سرتېرو وتل به د روان کال د سپتمبر تر یوولسمې نېټې بشپړ شي.

پاکستان دا خبره په داسې وخت کې کړې، چې ټاکل شوې د روانې اپریل میاشتې په ۲۴مه د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې غونډه جوړه شي.