د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، که د فرانسې سفیر له پاکستانه وویستل شي، نو تاوان به یې تر ډېره پاکستان ګالي.

عمران په پاکستان کې د ‘تحریک لبیک’ ډلې وروستیو لاریونونو ته په اشارې ویلي، چې دا ګوند په هېواد کې د فرانسې پر ضد د احتجاج له امله پاکستان ته زیان رسوي او په خبره یې چې لبیک تحریک له محمد ص سره د مینې په نامه پاکستان تاواني کوي.

عمران په ټینګار سره زیاته کړې، چې حکومت یې د محمد ص پر وړاندې د سپکاوي د مخنیوي لپاره په ګډه کار کوي، خو په خبره یې چې ځینې ګوندونه شته، چې ځوانان له اسلام سره د مینې په نامه د ناوړه اهدافو په خاطر تحریکوي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راپدېخوا د ‘لبیک تحریک’ ګوند پلویانو په پاکستان کې د فرانسې سفارت پر ضد په پراخه لاریونونو لاس پورې کړی، چې په ډېرو سیمو کې په تاوتریخوالي بدل شوي او سلګونو کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.