د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون تازه څېړنه ښيي، چې کورونا وبا تر دې دمه په ټوله نړۍ کې له ۳ میلیونو زیات کسان مړه کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د دې شمېرنې په تایید زیاته کړې، چې کورونا وبا په ۱۶ میاشتو کې د دوی د وړاندوینې خلاف کسان مړه کړي او وایي، چې ښايي د مړو شمېر نور هم لوړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ ډېر شمېر هېوادونه د دغه وایروس له نوې څپې سره مخامخ دي، چې ویل کېږي، د دې بڼې یوه ځانګړنه چټک خپرېدل دي. 

د معلوماتو له مخې، د کورونا دا څپه د برازیل په ګډون، په هند او فرانسه کې خورا ګړندۍ ده او د دغو هېوادونو د روغتیایي چارواکو په وینا، چې دوی یې د مخینوي لپاره په هر ډول هڅو لاس پورې کړی دی.

بلخوا د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د کورونا وایروس د مخنیوي لپاره پر خلکو لګېدلي محدودیتونه لا هم ادامه لري، چې د وضعیت تر ښه کېدو به دوام وکړي.