په دوحه کې له دوو اونیو راپدېخوا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هېڅ ناسته نه ده شوې او د سولې د ټینګښت په خاطر د دواړو لوریو خبرې بندې شوې دي.

په دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوي غړي حفیظ منصور رسنیو ته ویلي، دوې اونۍ کېږي چې د افغان سولې په خاطر له طالبانو سره خبرې په ټپه ولاړې دي، خو د دغو مذاکراتو د بېرته پیلېدلو هیله شته.

د منصور په وینا، چې دا ناستې د موقت وخت لپاره نه دي شوې، خو د دغو خبرو په اړه د منفي ځواب د نشتون په صورت کې هیله شته چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات بېرته پيل شي.

بلخوا په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم هم منلې، چې د دوی او د افغان دولت پلاوو ترمنځ له دوو اونیو راپدېخوا هېڅ ناسته نه ده شوې او په خبره یې چې د بېرته پیلېدو لپاره یې وخت ته اړتیا محسوسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې اټکل شوی، شپږ ورځې وروسته د افغان سولې په تړاو په استانبول کې یوه ناسته ترسره شي، چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې به د افغان دولت او طالب پلاوي پکې ګډون وکړي.