ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، هر څوک چې له جمهوریت څخه ملاتړ نه کوي، وروسته له دې په دولت کې کار نشي کولی.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: “ولسمشر وویل، یو د جمهوریت صف دی او بل د دښمن، هغوی چې د جمهوریت په صف کې نه درېږي، نور ورته په دولت کې ځای نشته. طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ راز دیني مشروعیت نه لري او یو په بل پسې د اسلامي نړۍ د دیني علماوو ټولنو د افغانستان جګړه ناروا بللې ده.

ولسمشر غني وویل، موږ د خپلې خاورې د ساتنې بشپړ چمتوالی لرو او د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول عملي شي او افغانستان خپله بې طرفي ثابته کړي.

ولسمشر له افغانستان سره د سیمې هېوادونو د اړیکو بیاکتنې ته په اشارې وویل، نن د پاکستان لپاره د تصمیم ورځ ده، که زموږ هېواد نارامه وي د دوی هېواد به هم ناارامه وي او که زموږ هوساینه غواړي دوی به هم هوسا شي. د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د دوی په لاس کې دی او د دوستۍ په صورت کې افغانستان تیار دی چې د سیمې او نړۍ هیوادونو د همکاریو په زیاتوالي کې له پاکستان سره همکاري وکړي.

ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، زموږ لیدلوری ملي حاکمیت، جمهوریت، ولسواکي، اباد، ازاد او خپلواک افغانستان دی، که طالبان په دې چوکاټ کې سوله کوي، زموږ غېږ ورته پرانېستې ده او له هغه پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمه ده. موږ د ډار نه، د ټینګې ارادې خلک یوو.”

ولسمشر دا خبرې نن په چنار ماڼۍ کې د ملي پولیسو او ملي امنیت ۱۶ تنو منسوبینو ته د دولتي مډالونو د ورکولو پر مهال کړې دي.