عکس: ارشیف

د اتریش په مرکز ویانا کې د ایران د جنجالي اټومي پروګرام په اړه خبرو اترو کې د پرمختګ خبر ورکړل شوی.

د اروپايي ټولنې استازي انریک مورا تر پرونیو خبرو وروستهذذ وویل، چې په ځينو برخو کې پرمختګ شوی؛ خو په وینا یې چې نور دقیق کار ته هم اړتیا شته.

دا د هغو خبرو اترو دویم پړاو دی چې له ایران سره په ۲۰۱۵م کې د شوي اټومي تړون د ژغورنې لپاره ترسره کېږي.

ایران له واشنګټن سره له مستقیمو خبرو اترو ډډه کړې، په همدې خاطر د تېرې ورځې په خبرو اترو کې د امریکا استازي ګډون نه درلود.

چین، روسیه، فرانسه، بریتانیا او جرمني نور هېوادونه دي، چې له ایران سره یې دغه هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی. دا خبرې اترې د اروپايي ټولنې په منځګړیتوب ترسره کېږي.

امریکا له ایران سره له شوي اټومي تړون نه په ۲۰۱۸م کال ووتله او تر هغه وروسته ایران هم په وار وار له تړونه سرغړونې کړې دي.

ایران په وروستیو کې اعلان کړی چې تر ۶۰ سلنه سوچه یورانیمو تولید یې پیل کړی او دې اعلان د اټومي تړون د ژغورلو هڅې له ننګونو سره مخ کړې.