وسله‌والو تېره شپه د جلال آباد ښار د نهمې ناحیې په یوه جومات کې پر لمونځ‌کوونکو ډزې وکړې او د یوې کورنۍ ۸ غړي یې ووژل.

سرچینې وايي، پېښه تېره شپه ۹ بجې سراچه علي د نغلو په سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار والي ضیاء‌الحق امرخېل رسنیو ته ویلي، چې په وژل‌شویو کسانو کې د حاجي عبدالوهاب د کورنۍ ۸ غړي شامل دي.

د امرخېل زیاته کړې، چې دا پېښه د شخصي ځمکې پر سر د لانجې له امله رامنځته شوې ده او په وینا یې چې سیمې ته کشفي ارګانونه رسېدلي او د دغو کسانو د نیولې پراخې هڅې دوام لري. 

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې په ۲۰۱۰ کې هم د ننګرهار د دوو ولسوالیو وګړو پر ځمکه وسله‌واله نښته کړې وه، چې په پایله کې یې ۳ تنه ولسي کسان وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي وو.

همداراز په ۲۰۱۳ کې په کابل کې د ځمکې پر سر جګړه وشوه، چې د ۲ پولیسو په  ګډون پکې ۱۰ کسان ووژل شول.