افغان ولسمشر محمداشرف غني د جمهوریت روغتون د وضعیت ارزولو په موخه تېر ماښام دغه روغتون ته ولاړ.

په هغه خبر کې چې د ارګ پر فیسبوکپاڼه نشر شوی راغلي، چې ولسمشر د دغه روغتون د عمومي وضعیت د ارزولو تر څنګ په دې روغتون کې د بستري ناروغانو د احوال پوښتنه وکړه او هغوی ته یې د ښې رسیدګۍ او پاملرنې په موخه د روغتون مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

په خبر کې راغلي، چې په دې لیدنه کې له ولسمشر سره د چارو ادارې لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلي هم ملګری و، لومړی د روغتون رییس محمدالله علیشنګي د روغتون د عمومي وضعیت او د ناروغانو د وضعیت په اړه ولسمشر ته مالومات ورکړل، او وروسته ولسمشر د روغتون د کارکوونکو فعالیتونه وستایل او هغوی ته یې د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو په اړه لارښوونې وکړې.

خبر زیاتوي چې د لیدنې په پای کې د روغتون کارکوونکو ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې د روغتون د ښه‌والي او ناروغانو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به خپلې هڅې نه درېغوي.