د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی، که په افغانستان کې پر امریکايي سرتېرو برید وشي، سخت ځواب به ورکړي.

د دې هېواد د دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون جمعه (د وري ۲۷مه) رسنیو ته وویل، موږ د خپلو ځواکونو د وتلو تر وخته هغوی ته متوجه ګواښونه جدي ګڼو او طالبان هم باید د ولسمشر بایډن او دفاع وزیر هغه خبرې جدي وګڼي چې ویلي یې دي، د وتلو پر وخت به زموږ او زموږ پر متحدو پوځیانو برید ته سخت ځواب ورکړو.  

د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر د هوکړه‌لیک پر اساس، طالبانو امریکايي ځواکونو ته د روان کال د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی و، چې په دې موده کې به دوی پر امریکايي ځواکونو برید نه کوي. خو طالبانو اوس ویلي، چې که بهرني ځواکونه تر ټاکلې نېټې له افغانستانه ونه وځي، مسوولیت به یې د امریکا پر غاړه وي.

د یادولو وړ ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې امریکايي ځواکونه به د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې له افغانستانه وباسي.