عکس: ارشیف

نن ماسپښین د ملکي وګړو یو موټر د قره‌باغ ولسوالۍ په ‘لایغ’ سیمه کې د طالبانو لخوا پر خښ‌شوي ماین ور برابر شو او د چاودنې له امله یې ۴ ملکي وګړي ووژل.

د سیمې د خلکو په خبره، چې په موټر کې ټول سپاره کسان ملکیان و، چې د حرکت پر مهال پرې ماین چاودنه وکړه او څلور ملکي وګړي پکې ووژل شول.

د سیمه‌ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، چې وسله‌والو طالبانو د یادې ولسوالۍ ټولې لارې په ماینونو پوښلې او په خبره یې چې له امله یې هره ورځ عام وګړي ژوند له لاسه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څلورو ورځو راپدېخوا د قره‌باغ ولسوالۍ پر بازار د وسله‌والو طالبانو له لوري درنه جګړه روانه ده، چې له امله یې د دې ولسوالۍ ډېرې اوسېدونکي کوچ ته اړ شوي دي.

خو د غزني امنیتي چارواکي بیا ادعا کوي، چې سیمې ته تازه‌دمي ځواکونه رسېدلي او وضعیت کنترول شوی دی.