د هندوستان د روغتیا وزارت وايي، هېواد یې د کرونا وبا له چټکې خپرېدونکې څپې سره مخ دی، چې په یوه ورځ کې د دغه ویروس ۲ لکه ۳۴ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دوی په خبره، چې په هندوستان کې د تېرې جمعې د خطرناک شمېر په ګډون د کرونا وایروس ټولې مثبتې پېښې تر ۱۴ میلیونو او ۵ لکو اوښتې دي.

د هندوستان روغتیایي چارواکي وایي، چې دا د کورونا وایروس یوه بله بڼه ده چې یوه ځانګړتیا یې چټک خپرېدل دي او د دوی په خبره، چې هندوستان په یوه ورځ د دومره زیاتو مثبتو پېښو د ثبت له امله تر امریکا وروسته دویم هېواد وبلل شو.

 دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې شاوخوا ۳۲ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي، چې دا په نړۍ کې د کوروناځپلو تر ټولو لوړ شمېر بلل شوی دی.