د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو منسوبین وايي، چې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې یې ۲۲ طالبان وژلي دی.

د دغې قول اردو مطبوعاتي مسوول اېمل خان مومند نن شنبه (د حمل ۲۸مه) رسنیو ته وویل، چې د دې ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي او ځواکونو او طالبانو په نښته کې ځينې طالبان ټپیان شوي هم دي.

د ښاغلي مومند په وینا، په نښتو او د توپچي او هوايي ځواکونو په بریدونو کې ۲۲ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، دغه عملیات چې هوايي ملاتړ هم ورسره و، د قره باغ ولسوالۍ د بازار په ساحه کې شوي او د ولسوالۍ بازار له طالبانو تصفیه شوی دی.

د یادولو وړ ده چې طالب‌ وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.