د امریکا فضایي تحقیقاتي مرکز ‘ناسا’ ویلي، ژر به انسان تر سپوږمۍ پورې انتقال کړي، چې ښایي یوه لسیزه وخت ونیسي.

دې ادارې پرون وویل، غواړي چې په روانه لسیزه کې د ‘سپېس ایکس’ کمپنۍ په مرسته سپوږمۍ ته د انسانانو لېږدول پیل کړي، او په خبره یې چې له ‘سپېس ایکس’ سره دا نوی تړون د ۲ امریکا فضایي تحقیقاتي مرکز ‘ناسا’ ویلي، چې ژر به انسان تر سپوږمۍ پورې انتقال کړي.

دې ادارې پرون وویل، غواړي چې په روانه لسیزه کې د ‘سپېس ایکس’ کمپنۍ په مرسته سپوږمۍ ته د انسانانو لېږدول پیل کړي، او په خبره یې چې له ‘سپېس ایکس’ سره دا نوی تړون د ۸۹، ۲ میلیارده ډالره ارزښت لري.

د معلوماتو له مخې، چې سپوږمۍ ته د انسانانو سفر به د ‘سټارس شیپ’ سپوږمکۍ په وسیله کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه وخت مخکې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي و، چې تر ۲۰۲۴م پورې به خلک تر سپوږمۍ ورسوي.