عکس: ارشیف

د زابل سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ښوونځیو لپاره معیاري ودانۍ جوړېږي.

د دغو چارواکو په وینا، د زابل په ۱۱ ولسوالیو کې د ۱۶۳ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړېږي.

په دغه ولایت کې د میثاق شهروندي د مسوول منیر احمد په وینا، د ۱۶۳ ښوونځيو له جملې د ۵۳ هغو د جوړولو بودجه رارسېدلې ده. تر اوسه ۲۵ ښوونځي جوړ شوي او د هوا د سوړوالي په وجه د ۲۸ ښوونځيو د جوړولو کار درېدلی و چې اوس بیا پیل شوی او په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.

که څه هم د دې ولایت چارواکي په لرې پرتو سیمو کې د ښوونځيو د ودانیو نشت ته اندېښمن دي؛ خو د نویو جوړېدونکو ودانیو پر کیفیت ټينګار کوي.

زابل د هغو ولایتونو له ډلې څخه دی چې په زیاترو ولسوالیو کې یې زده کوونکي په ډېرو کمو امکاناتو او تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

د یادولو وړ ده چې د دې ولایت په ځينو برخو کې اوس هم ځينې ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.