ولسمشر اشرف غني وايي، چې له هېواده د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم له امریکا سره شوي امنیتي او ستراتیژیک تړونونه پر خپل ځای پاتې وي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر دا خبرې د اسپانیا د بهرنیو چارو له وزیرې ارانجا ګوزالیز لایا سره په ټلیفوني خبرو کې کړې دي.  

خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع ته په اشارې وویل، موږ دوه کاله وړاندې هم د دې ډول تصمیم تمه درلوده. زه له ولسمشر بایډن او د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره وغږېدم. له دغه هېواد سره ټول دوه‌اړخیز تړونونه، په ځانګړې توګه امنیتي او ستراتیژیک تړونونه به پر خپل ځای وي.

د ده په وینا، موږ له امریکا سره د اړیکو نوی څپرکی پرانیستی. له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به د دغه هېواد مرستې دوام کوي او د دغو مرستو پر لارو چارو به وغږېږو.

د خبرپاڼې په وینا، ولسمشر زیاته کړه، چې په دې اړه باید خبرې وشي چې د بهرنیو ځواکونو کوم تاسیسات زموږ ځواکونو ته پاتې کېږي، د دوی د وتلو مهالوېش او د کټګورۍ ترتیب باید څرنګه وي.