د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې اوربند وکړي او د روژې میاشتې ته په احترام دې د خواخوږۍ فضا رامنځته کړي. 

د دغه کمېسیون مشر ‘ذبیح الله فرهنګٰ پرون سه‌شنبه رسنیو ته وویل، چې په افغانستان کې روان وضعیت د ډاډ وړ نه دی، ځکه دا د ملکیانو لپاره تر ټولو سخت حالت دی.

د فرهنګ په وینا، چې نور باید د جګړې دواړې غاړې د ملت غوښتنې ومني او په خپلو کې اوربند وکړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا اعلامیه داسې مهال ورکوي، چې د روژې په لومړۍ ورځ ولسمشر محمداشرف غني او ځینو نورو لوړ رتبه امنیتي چارواکو په هېواد کې د عمومي اوربند غوښتنه وکړه، خو طالبانو تر اوسه د اوربند ټینګښت نه دی منلی.