د سپینې ماڼۍ ویاند جین ساکي ویلي، چې ولسمشر جو بایډن له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه د روان کال د سپتمبر تر یوولسمې وباسي.

د ساکي په وینا، بایډن به خپله پرېکړه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې مخکې اعلان کړي، چې مخکې له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتېرو د وتلو د وروستۍ نېټې په توګه ټاکل شوې وه.

د ۲۰۲۰م د فیبرورۍ په ۲۹مه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او طالبانو ترمنځ تړون وشو، چې له مخې یې باید له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه د روان کال د مې میاشتې تر لومړي نېټې وتلي وای؛ خو شرط یې دا و چې طالبان به د ترورېزم پر ضد د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو درېږي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، جو بایډن ښايي دا پرېکړه د چهارشنبې په ورځ (د اپریل په ۱۴مه) اعلان کړي.

د یادولو وړ ده چې ولسمشر جو بایډن تر دې وړاندې ویلي وو، چې تر ټاکل شوې نېټې (د مې میاشتې تر لومړۍ) له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتېرو وتل ګران دي.