د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، که طالبان په واقعي توګه سوله غواړي، نو خپل صداقت دې په عمل کې ښکاره کړي او اوربند دې وکړي.

ولسمشر غني زیاته کړې، له خپله اړخه هڅه کوي چې د ضروري اجماع تدبیر او زغم له لارې دغه ناروا جګړه په اساسي توګه پای ته ورسوي. 

دا خبرې بېګا شپه ولسمشر غني د روژې په مناسبت په خپل پیغام کې کړې او پر طالبانو یې غږ کړی چې د روژې میاشتې ته په احترام دې له جګړې لاس واخلي او اوربند دې وکړي.

د  ارګ پر وېبپاڼه د ولسمشر په خپاره شوي پيغام کې لیکل شوي، چې طالبان باید د افغانستان د خلکو برحقه غوښتنې ته چې دایمي اوربند دی، لبیک ووايي او د ناروا جګړې پرځای تلپاتې او باعزته سولې لپاره خپل نیت اراده او صداقت په عمل کې ثابت کړي.

طالبانو د روژې په مناسبت د ولسمشر غني د دغه پیغام پر وړاندې تر اوسه څه نه دي ویلي.