د تخار چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر «ابراهیم دو اندیش» په ډزو وژل شوی دی.

سرچینې زیاتوي، پېښه تېره شپه داسې مهال رامنځته شوې، چې ابراهیم دور اندیش یوه کور ته په یوه مجرم پسې ننوت، چې هغوی پرې ډزې وکړې او ویې واژه.

د سرچینو له مخې، دور اندیش د تالقان ښار په ګولایي سیمه کې په چره‌ییز ټوپک ویشتل شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

ویل کېږي چې ابراهیم دور اندیش د تخار امنیې قوماندانۍ پخواني امنیت امر راز محمد دور اندېش د تره زوی و، چې څو میاشتې وړاندې د تخار په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې له لسګونو امنیتي ځواکونو سره ووژل شو. 

د راز محمد اندېش له مرګه وروسته ابراهیم دور اندېش د امنیت آمر او د هغه ځایناستی شو.