په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، چې کابل ته د دغه هېواد د پارلمان د رییس او ورسره پلاوي سفر لغوه شوی دی.

دغه سفارت د پاکستان د پارلمان د رییس ښاغلي اسد قیصر د سفر د لغوه کېدو لامل امنیتي ستونزې ښودلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې وه ښاغلی اسد قیصر د پاکستان د پارلمان د غړو د ۱۶کسیز پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راشي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق ویلي وو، چې په پام کې ده ښاغلی قیصر له ولسمشر غني او ځینو نورو دولتي چارواکو سره وګوري.

د دې ترڅنګ په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم ویلي وو چې ښاغلی قیصر به د پنجشنبې په ورځ په یوه درې ورځني سفر کابل ته راشي.

د سفیر په وینا، دا سفر د دواړو دولتونو او دواړو هېوادونو د خلکو د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه ترسره کېږي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د دارالانشا رییس عبدالقادر ځاځي وطندوست ویلي، چې کابل ته د پاکستان د پارلماني پلاوي سفر د امنیتي ګواښونو له امله لغوه شوی دی.

ښاغلي ځاځي زیاته کړې، چې دا سفر به په راتلونکو ورځو کې تر لازمې همغږۍ وروسته ترسره شي.

تر دې وړاندې د هېواد د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني، د پاکستان د پارلمان د رییس په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی و.

ښاغلي رحماني په دې سفر کې، چې د ولسي جرګې ځينو غړو یې ملتیا کوله، له لومړي وزیر عمران خان، د پارلمان له رییس اسد قیصر او د دغه هېواد له ځينو لوړپوړو چارواکو سره کتلي وو.