د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د افغان سولې په تړاو د استانبول په جوړېدونکې ناسته کې باید د ښځو ګډون زیات شي.

په هغه خبرپاڼه کې چې یاد سازمان پرون چهارشنبه (د وري په ۱۸مه) خپره کړې، د ملګرو ملتونو له چارواکو یې غوښتي، چې د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې د جوړېدونکې ناستې په اساسي خبرو اترو کې د افغان مېرمنو د ګډون په اړه ژمنه دې په ښکاره ډول وکړي او د مدني ټولنې ډلو ته په ځانګړو شویو حاشیوي غونډو کې دې دا ډول ژمنې نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقوقو مدافعو بنسټونو اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي د سولې په خبرو کې ښځو او د جګړې قربانیانو ته ونډه ورنه کړل شي.

تمه کېږي چې د اپریل په ۱۶مه د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو یوه ناسته وشي، چې د افغانستان د دولت چارواکي او د طالبانو استازي به پکې ګډون کوي.

په دغه غونډه کې به د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او په هېواد کې د سولې د ټينګښت په اړه خبرې اترې وشي.