د دایکندي سیمه‌ییز مسوولین وايي، ‘سوختک’ برېښنابند تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.  

مسوولین وایي، دا بند چې د ۴،۹ ملیونونو افغانیو په لګښت جوړ شوی، د ۷۰۰ کلیو واټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

د دغه ولایت د سیمه‌ییزې ادارې په خبره، چې د ‘سوختک’ بند له برېښنا څخه د دایکندي مرکز ‘نیلي’ او شاوخوا سیمو کې په عملي ډول ګټه واخیستل شوه او لږ تر لږه ۲ زره نوې کورنۍ د برېښنا له انرژۍ برخمنې شوې.  

د ‘سوختکٰ بند د جوړېدو چارې په ۱۳۹۵ کې د ولسمشر غني لخوا پیل شوې.

‘سوختکٰ بند داسې مهال ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي، چې څه وخت مخکې په نیمروز کې ‘کمال خان’ بند جوړ او د ولسمشر لخوا پرانیستل شو.

تمه کېږي چې ډېر ژر به د کابل ‘شاه عروس’ او د بدخشان ‘شورابک’ بندونو د جوړېدو چارې هم بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.