ولسمشر محمداشرف غني یو ځل بیا ویلي چې د سولې لپاره یو بېساری تاریخي فرصت رامنځته شوی او باید چې له دغه فرصته پوره ګټه واخیستل شي.  

محمد اشرف غني په ارګ کې د دولتي چارواکو یوې غونډې ته د سولې لپاره د خپلې طرحې د تشریح کولو پر مهال وویل، چې د سولې لپاره یوه لویه کړکۍ پرانیستل شوې، دولت او ملت دواړو ته پکار ده چې دا کړکۍ نوره هم پرانیزي.

د ولسمشر په وینا، په تېرو ۴۲ کلونو کې لومړی ځل له دوامدارې جګړې څخه د تلپاتې سولې فرصت رامنځته شوی، چې افغانان باید له دغه فرصته پوره ګټه واخلي او یوې عادلانه سولې ته ورسېږي.

ولسمشر غني د دې طرحې د تشریح کولو پر مهال تر وخت مخکې ټاکنو ته هم اشاره وکړه او په خبره یې چې دوی د تلپاتې سولې په خاطر تر وخت مخکې ټاکنو ته چمتو دي، خو هېڅکله به استعفی او کومې بلې معاهدې ته غاړه کېنږدي.

د سولې لپاره د لارې دا نقشه درې مرحلې لري، تر نړیوال څار لاندې پر اوربند سیاسي توافق، د سولې حکومت جوړېدل او د سولې، دولت جوړونې او مارکیټ رامنځته کېدل دي.

ولسمشر غني د سولې لپاره دا طرحه داسې مهال تشریح کوي، چې ټاکل شوې ده څو ورځې وروسته د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې یوه لویه ناسته وشي.