کورونا ویروس په برازیل کې د لومړي ځل لپاره په ۲۴ ساعتونو کې تر څلورو زرو ډېر کسان مړه کړي دي.  

دا په برازیل کې لومړی ځل دی چې په یوه شپه او یوه ورځ کې د دې وبا له امله تر ۴ زرو ډېر کسان مړه کېږي.

په برازیل کې د کورونا له امله د مړینې د دې شمېر په زیاتېدو سره د ټولو مړو شمېر ۳ لکه او ۳۷ زرو ته ورسېد.

د دغه هېواد روغتیايي چارواکي وایي، روغتونونه له ناروغانو ډک دي؛ په ځینو ښارونو کې د درملنې په نشتون کې ناروغان مري او په خبره یې چې په ډېرو سیمو کې روغتیایي سیسټم د ډېرو ناروغانو له امله د سقوط په حال کې دی.    

د برازیل د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې په دغه هېواد کې تر اوسه د کورونا ویروس څه باندې ۱۳ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوې او یوازې په تېره مارچ کې ۶۶ زره او ۵۷۰ تنه مړه شوي دي.

برازیل په نړۍ کې له امریکا وروسته دویم هېواد دی چې کورونا ډېر ځپلی، او په دې وروستیو کې یې د مثبتو پېښو او مړینې لوړ شمېر د دغه ویروس د نوې بڼې له امله بلل شوی دی.