اروپایي ټولنه وايي، له افغانستان سره د پورونو د پرې کولو په خاطر لږ تر لږه ۳ میلیونه یورو مرسته کوي، چې د کورونا په ګډون به د ډېرو ناورینونو په له منځه وړلو کې ګټوره تمامه شي.  

نن (سه‌شنبه) په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ دفتر وویل، دا مرسته د پورونو د کمېدو په خاطر شوې او په خبره یې چې په افغانستان کې د پایداره پرمختګ لپاره باید د دې هېواد لاسنیوی وشي.

د دې ټولنې د استازولۍ دفتر په اعلامیه کې راغلي، کووېډ – ۱۹ د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېر هېوادونه پوروړي کړي، چې دا مرسته به یې د دغو پورونو کچه څه ناڅه راکمه کړي. 

د اعلامیې له مخې، چې که څه هم افغانستان ډېر پوروړی نه دی، خو د کورونا له امله یې د عوایدو کچه ټیټه شوې ده.

اروپایي ټولنه دا مرسته داسې مهال اعلانوي، چې مخکې یې هم له افغانستان سره د کورونا وایروس له امله د اقتصادي زیانونو د کنترول په هدف ۱۴۷میلیونه یورو مرسته کړې ده.